کندهار کې یو ترهګر او تخار کې یو قاتل ونیول شو

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کندهار ولایت د اوومې حوزې په اړوند سیمو کې یو کس له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولی.
همداراز د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د چاه آب ولسوالۍ له اړوند سیمو یو کس چې په قتل، زورواکۍ او د خلکو په ځورنو تورن و، نیولی دی.