کندهار کې د یوې موټر بم چاودنې مخنیوی شوی.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۵/۵ - ۱۰:۱۰
ی

د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو او د ملي امنیت منسوبینو کندهار ښار کې د یوې موټر بم چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یو مازدا موټر له ۴۰۰۰ کیلو ګرامو چاودېدونکو توکو ډک کړی و او غوښتل یې چې د کندهار ولایت د ملي امنیت ریاست په نښه کړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا شنډ شو.
یاد موټر بم تېره شپه د کندهار ښار د پنځمې حوزې په شوراندام سیمه کې نیول شوی او همداراز د دې قضیې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي.