کندهار کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ او ننګرهار کې بیا د القاعده شبکې یو غړی ونیول شو

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کندهار ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
همدارنګه؛ یادو ځواکونو د ننګرهار ولایت په رودات ولسوالۍ کې هم د عملیاتو په پایله کې د القاعده شبکې یو غړی نیولی دی.
یاد ترهګر په ننګرهار ولایت کې د ترورېستي بریدونو د سازماندهي مسوولیت پر غاړه درلود.