کندهار کې دوه بریدګر ووژل شول.
تېره ورځ د کندهار ولایت د پنځمې او څوارلسمې حوزو په اړوند سیمو کې دوه بریدګر ووژل شول.
یادو بریدګرو غوښتل چې د پولیسو پر ګزمو برید وکړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا له پښو وغورځول شول.
د یادونې وړ ده چې د دې اونۍ په لړ کې څلورو نورو بریدګرو هم په کندهار کې د پولیسو پر ګزمو د برید هدف درلود، چې موخې ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوي دي.