کندهار کې دوه انسان تښتوونکي ووژل شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۱ - ۸:۵۷
k

تېره ورځ د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو دوه انسان تښتوونکي په ډزو وژلي دي.
یادو کسانو د کندهار ښار د دوهمې حوزې له اړوند سیمو یو لس کلن ماشوم تښتولی و او د ماشوم له کورنۍ یې د ډېرو پیسو غوښتنه کړې وه، چې د پیسو د نه ترلاسه کولو له امله یې د معصوم ماشوم په وژلو لاس پورې کړی.
د کندهار پولیسو هم په ښورندام سیمه کې د انسان تښتوونکو د نیولو په هدف عملیات پیل کړل، چې بلاخره یې تر منځ نښته رامنځته شوې او دواړه انسان تښتوونکي د پولیسو په ډزو کې وژل شوي دي.