کندهار کې اته تنه په ترهګریزو پېښو کې د لاس لرلو په تور ونیول شول.

moi-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۳ - ۱۱:۳۵
x
د کندهار ولایت پولیسو هغه اته تنه ترهګر نیولي، چې په کندهار ښار او ولسوالیو کې یې ترهګریزې پېښې ترسره کولې. نیول شوي ترهګر درې یې غلچګي بریدګر او پنځه نور یې ماین جوړوونکي دي. یادو ترهګرو خپل جرم منلی دی.