کندهار، پکتیا او غزني کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۵۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۸ - ۱۳:۵۵
2

د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې ترهګرو طالبانو په کندهار، پکتیا او غزني ولایتونو کې د ملي امنیتي ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونو کړي، چې د ملي امنیتي ځواکونو له کلک ځوابیه غبرګون سره مخ شوي او په ترڅ کې يې ۲۳ ترهګر طالبان وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان شوي دي.
د ملي امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښتې د کندهار په تخته پل او ژړۍ ولسوالیو، د پکتیا په زرمت ولسوالۍ او د غزني د لویې لارې پر مسیر رامنځته شوې دي.
په یادو نښتو کې د ترهګرو یو شمېر سپکې او درنې وسلې او جنګي مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادونې وړ ده چې پدې نښتو کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.