کندز کې ۱۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

تېره شپه د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ پولیس د درېیمې ناحیې په اړوند سیمو کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په ترڅ کې یې اوه ترهګر طالبان وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.
په دې نښته کې د ترهګرو طالبانو یو میل راکټ انداز او یو میل M4 وسله هم د پولیسو لاسته ورغلي او په نښته کې پولیسو ته زیان ندی اوښتی.