کاپیسا ولایت کې د ۲۵ میله وسلو له قاچاق مخنیوی

moi-af
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۹/۱۳ - ۱۱:۱۶
moi


پولیسو په کاپیسا ولایت کې دوه تنه چې غوښتل یې ۲۵ میله وسله قاچاق کړي؛ د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ونیول.
یادو کسانو ۲۰ قبضې تفنګچې او پینځه میله نورې بېلابېلې وسلې چې په یوه موټر کې یې ځای پر ځای کړې وې او غوښتل یې له تګاب ولسوالۍ څخه یې د کاپیسا مرکز ته ولېږدوي لاس په لاس ونیول.
د تورنو کسانو د قضیې څېړنې روانې دي.