کاپيسا، غور او فاریاب کې د ترهګرو طالبانو بریدونه د شپږو ترهګرو په وژل کېدو سره پر شا وتمبول شول

امنیتي ځواکونو په کاپيسا، غور او فاریاب ولایتونو کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو پر وړاندې په ځوابیه برید کې شپږ ترهګر طالبان وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
د کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په "پته" دره او "سولانک" سیمه کې د امنیتي او ترهګرو طالبانو تر منځ د دوه جلا نښتو په پایله کې دوه ترهګر طالبان په پته دره او د ترهګرو یو ډلمشر هم په سولانک سیمه کې وژل شوي دي.
په دې نښتو کې له خاورې د سپېڅلې دفاع په لار کې د کاپیسا ولایت د امنیه قوماندانۍ دوه سرتېري هم شهیدان شوي دي.
بلخوا د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ په سمک کلي کې هم دوه ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
همداراز د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په "ارضلیک" کلي کې دوه ترهګر طالبان د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.
په یادو سیمو کې د ترهګرو طالبانو بریدونه د امنیتي ځواکونو له لوري پر شا تمبول شوي دي.