کابل کې ۲۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۳/۲۷ - ۱۱:۱۶
8


د تېرو دوه ورځو په لړ کې د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو په کابل ښار او ولسوالیو کې څو جلا اوپراتیفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۲۳ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د څلورمې، شپږمې، لسمې، یوولسمې، دیارلسمې، اولسمې او یوویشتمې ناحیو او همداراز د پغمان، بګرامي او میربچه کوټ ولسوالیو په اړوند سیمو کې د غلا، وژنې، د غیرقانوني وسلو ګرځونې او د عامه امن او نظم د اخلال په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه اوه میله تفنګچې، دوه عرادې لېږدوونکې واسطې، درې قبضې برچې او یو قاب غلا شوی نمبر پلېټ هم ترلاسه شوي دي.