کابل کې ۱۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۸ - ۱۳:۶
1

د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې پولیسو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د څو بېلو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د وژنې، ژوبلې، وسایطو غلا، موبایل غلا، عامه امن او نظم اخلال او د غیرقانوني وسلو ګرځونې په تړاو د کابل ښار د لومړۍ، څلورمې، شپږمې، اومې، نهمې، دولسمې او دیارلسمې ناحیو په  اړوند سیمو کې تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه پینځه میله تفنګچې او یو عراده غلا شوې واسطه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.