کابل کې ۱۴ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۸ - ۹:۳۹
6

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، څلورمې، نهمې، دوولسمې، دیارلسمې، شپاړلسمې او اولسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د وژنې، ژوبلې، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د موبایل د غلا، لارنیونې او د کورونو د لوټونې په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه اوه میله بېلابېل ډوله وسلې هم ترلاسه شوې دي.