کابل کې یو کس د چپاولګرۍ په تړاو ونیول شو.

تېره ورځ د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو یو تن د چپاولګرۍ په تړاو د ۱۹ حوزې له اړوند سیمو نیولی دی.
یاد کس د کابل ښار د ۱۹ حوزې له ارزان قیمت سیمې د یو سیټ موبایل او یو شمېر پیسو د چپاول پرمهال نیول شوی دی.