کابل کې یو کس د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شو

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۲۶ - ۹:۷
01

له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو کابل ښار کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو کس د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولی دی.
یاد عملیات د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په اړوند تایمني سیمه کې ترسره شوي، چې په پایله کې یې له یوه استوګنیز کور څخه ۱۲ کیلوګرامه چرس، ۳ کیلوګرامه تریاک، ۱۶ بوتله الکولي څښاک، ۲ میله وسلې او ۶۵۰۰۰ افغانۍ نقدې پيسې ترلاسه او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.