کابل کې یو حرفوي تقلب کوونکی ونیول شو.

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۱ - ۱۷:۳۰
11

نن سهار د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو کس چې تقلبي پلېټ نمبرونه یې د غلا شویو موټرو لپاره جوړول، له پېژندنې وروسته د دهمزنګ سیمې د درېیمې حوزې په اړوند سیمه کې نیولی.
نیول شوی کس چې کابل کې د غلا شویو وسایطو په برخه کې یو کلیدي کس و او غلا شویو موټرو ته یې د پیسو په مقابل کې تقلبي پلېټ نمبرونه جوړول؛ د پولیسو لخوا ونیول شو.
یاد کس له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې و، چې نن سهار د تقلبي شمېرو د جوړولو پرمهال د پولیسو لخوا ونیول شو.