کابل کې په یوه مسافر وړونکي موټر کې د ماین له چاودنې مخنیوی شوی

امنیتي ځواکونو د کابل ښار د ۱۲ امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د یوه مقناطيسي ماین له چاودنې مخنیوی کړی دی.
یاد ماین په یوه "مرسډیس" ډوله موټر کې ځای پر ځای شوی و، چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او د ملي امنیت د انجینیرۍ ډلې لخوا شنډ شو.
د دې ماین په کشف او شنډ سره له یوې لویې ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی شوی دی.