کابل کې نبي کوهبندي د یوې جنایتکارې ډلې مشر ونیول شو.

د یوې جنایتکارې ډلې مشر نبي کوهبندي په کابل کې له ترهګرۍ سره د مبارزې له پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې لومړی ټپي او وروسته ونیول شو.
نبي کوهبندي له خطرناکو جنایتکارانو دی، چې د کابل ښار د نهمې حوزې په اړوند سیمو کې یې ډېری سازمان یافته جرمونه طرح کول.
نن له غرمې وروسته یاد جنایتکار د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې له ملي پولیسو سره په نښته کې ژور ټپي او وروسته بیا ونیول شو.
کوهبندي په کابل کې د یوې لس کسیزې وسله والې ډلې مشري کوله او د نهمې حوزې په اړوند سیمو کې یې په غلا، لار نیونې، چپاول، باج اخیستنې او د عامه امن او نظم په ګډوډولو کې مهم نقش درلوده.