کابل کې له خونړۍ پېښې مخنیوی شوی.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۵ - ۱۳:۹
s

د کابل ښار د پنځمې حوزې منسوبینو نن سهار د ۰۸:۳۰ دقیقو په شاوخوا کې د یوه مقناطیسي ماین چاودنې مخه نیولې.
ترهګرو طالبانو یاد ماین د کابل ښار د کمپنۍ پله په سیمه کې ځای پر ځای کړی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو له خوا کشف او شنډ شو.
د یادولو وړ ده چې د کابل ښار دا سیمه ډېره ګڼه ګونه لري او دلته پولیسو له درنې مرګ ژوبلې مخنیوی کړی دی.
دا ماین هغه مهال کشف او شنډ شو، چې تر دې دوه ساعته دمخه د پنځمې حوزې منسوبینو د ۰۶:۰۰ بجو په شاوخوا کې یو کړۍ ماین چې ترهګرو د سرې میاشتې پر سړک ځای پر ځای کړی و، کشف او شنډ کړو.