کابل کې شپږ تنه د وژنې او غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۸ - ۹:۴۸
س

د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو څلور تنه د وژنې او دوه تنه د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو نیولي دي.
پولیسو د میربچه کوټ ولسوالۍ له قشقار بابه کلي څلور تنه د وژنې په تور نیولي، چې دې کسانو څه موده دمخه د درې تنو په وژنه کې لاس درلود او بیا له سیمې تښتېدلي وو.
همداراز د کابل پولیسو د ۱۱ ناحیې له اړوند سیمو دوه تنه نور د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو نیولي دی.
له یادو کسانو څخه دو میله بې جوازه او غیرقانوني وسلې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.