کابل کې شپږ تنه د وسله والو غلاو په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۵ - ۹:۵۳
b

د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د وسله والو غلاو "موبایل غلاو"په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار له شپږمې، اومې او اتلسمې حوزو او د کلکان ولسوالۍ له اړوند سیمو نیولي او همداراز له وسله والو غلو څخه دوه میله وسلې، یو عراده موټر سایکل او یو شمېر نور غلا شوي توکي د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د دوی له منځه درې وسله وال غله د پولیسو سره نښتي او پر پولیسو یې ډزې کړې، چې د شپږمې حوزې د پولیسو له خوا ټپیان شوي دي.