کابل کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور ونیول شول.
تېره ورځ د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.
یاد کسان په کابل کې د پنځو بېلو عملیاتو په ترڅ کې د اتمې او شپاړلسمې حوزو او د ده سبز ولسوالۍ له اړوند سیمو نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه څه باندې څلور کیلو ګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي چې شیشه، هیرویین، تریاک او چرس پکې شامل دي، کشف اوضبط شوي دي.