کابل کې د یوې نجلۍ په ګډون د غلو یوه درې کسیزه ډله ونیول شوه.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۸ - ۱۰:۳۷
ز

د کابل پولیسو د ۱۷مې ناحیې له اړوند سیمو د یوې نجلۍ په ګډون د وسله والو غلو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده.
یادو غلو په کابل ښار کې په بېلابېلو وسله والو غلاو لاس پورې کوه او له مخکې د پولیسو تر څارنې لاندې وو.
بلاخره تېره ورځ د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې د پولیسو لخوا د ۱۷ ناحیې په اړوند سیمو کې له یو عراده موټر سره ونیول شول.