کابل کې د نننۍ ترهګریزې پېښې په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

ترهګرو طالبانو یو ځل بیا کابل کې د بزدلانه ترهګریزې پېښې په ترسراوي سره خپله ناوړه څېره افغان ولس او نړیوالو ته بربنډه کړه.
نن سهار شاوخوا ۰۹:۰۰ بجې ترهګرو طالبانو د کابل ښار د شپږمې ناحیې په اړوند ملکي مېشو او استوګنیزو سیمو کې له چاودېدونکو توکو یوه ډک موټر ته چاودنه ورکړه، چې د دې پېښې ډېری قربانیان د ښځو او ماشومانو په ګډون بېګناه او ملکي خلک دي.
دا ترهګریزه پېښه د طالبانو له خوا ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې ۱۰ ملکیان او ۴ پولیس شهیدان شوي او ۹۲ ملکیان او ۵۳ پولیس ټپیان دي.
کورنیو چارو وزارت د دې پېښې د غندلو سربېره دا یو غیرانساني او وحشیانه عمل ګڼي او خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې هر هغه څوک چې زموږ د خلکو د روحي او رواني امنیت د سلب لامل کېږي؛ د هغوی په وړاندې به جدي مبارزه وکړي او د خپلو بېګناه خلکو د مرګ ژوبلې انتقام به اخلي.
په دې وروستیو کې امنیتي ځواکونو د ترهګریزو مرکزونو د له منځه وړو په موخه د هېواد په کچه په ځانګړې توګه په کابل ښار کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې پدې ډګر کې ترهګر طالبان له مخامخ جګړې وېرېدلي او خپل جګړه ییز توان یې له لاسه ورکړی؛ نو د ملکي او بېګناه خلکو په مرګ ژوبلې لاس پورې کوي.
کورنیو چارو وزارت له امنیتي ځواکونو سره له خپلو ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه له کابل ښاریانو د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کوي.