کابل کې د روږدو د درملنې ۵۰۰۰ بستریز مرکز(اغوش) څخه ۵۰۰ روږدي له بستر وروسته کورونو ته رخصت شول

د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت اړوند د روږدو د درملنې او ملاتړ ۵۰۰۰ بستریز مرکز(اغوش) کې ۵۰۰ په نشه روږدي کسان چې پخوا په پلازمېنې او ولایتونو کې راټول شوي وو، د ۴ میاشتو بستر او مسلکي زده کړو ترلاسه کولو وروسته د دغه مرکز د مؤظفې کمېټې له لورې خپلو کورونو ته رخصت شول.