کابل کې د داعش ترهګرې ډلې لپاره د اسانتیاوو برابروونکی ونیول شو.

نن د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش ترهګرې ډلې لپاره د لوژېستیکي اسانتیاوو یو برابروونکی نیولی دی.
یاد کس جمعه خان نومېږي او نن سهار د کابل ښار د شپاړلسمې ناحیې له اړوند سیمو د یو لړ ځانګړو عملیاتو پرمهال نیول شوی دی.