کابل کې د ترهګریزو کړنو په تړاو درې شکمن کسان ونیول شول.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګریزو کړنو په تړاو درې شکمن کسان نیولي دي.
یاد کسان په توره خېل کلي کې له یو میل تفنګچې سره لاس په لاس نیول شوي دي.