کابل کې دوه متکرر وسله وال غله او چپاولګران ونیول شول

له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو کابل ښار کې د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې دوه متکرر وسله وال غله او چپاولګران نیولي دي.
له دې ډلې فردین مشهور په "فرهاد فرزه" چې د رییس عمر بګرام ډلې غړی دی او د وسله والو غلاوو، وژنې، ژوبلې او اجباري لواط په بېلابېلو قضیو کې یې لاس درلود؛ د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې په اړوند خیرخانې کوتل سیمه کې نیول شوی دی.
همداراز پولیسو د کابل ښار د پنځمې ناحیې په اړوند کمپنۍ سیمه کې هم یو کس چې پر عامه لارو یې د خلکو د مالونو په لوټولو، چپاول او شکونو کې لاس درلود، نیولی دی.