کابل کې دوه تنه د غلا په تړاو ونیول شول.

moi-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳ - ۱۰:۵۵
s
تېره ورځ د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو تن د هټیو د مالونو د غلا په تړاو د یولسمې ناحیې له اړوند سرای شمالي له سیمې نیولی دی.
همداراز تېره ورځ پولیسو د لسمې ناحیې اړوند د حاجي یعقوب څلور لارې له سیمې یو تن د شکونې او غلا په تړاو نیولی دی.