کابل کې دوه ترهګر طالبان ونیول شول

moi-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۷ - ۱۳:۷
7

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه ترهګر طالبان نیولي دي.
همداراز د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کندهار ښار د ۱۲ ناحیې په اړوند سیمو کې هم د یو لړ عملیاتو په پایله کې درې ځانمرګي واسکټونه نیولي دي.