کابل کې درې تنه له داعش ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول او د ترورېستانو د جنګي تسلېحاتو او نظامي تجهیزاتو درې زېرمې کشف شوې

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې درې تنه له داعش ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
له دې کسانو څخه درې میله کلاشینکوفونه، مهمات او نظامي تجهیزات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
همداراز دې ځواکونو د لوګر ولایت په برهکي برک ولسوالۍ کې هم د یو لړ عملیاتو په پایله کې د ترهګرو د جنګي تسلېحاتو او نظامي تجهیزاتو درې زېرمې کشف او له منځه وړې دي.
له یادو ډیپوګاڼو څخه یوه پایه دهشکه، ۳۸ کړۍ بېلابېل ډوله ماینونه، ۵۰ جوړې نظامي یونیفورم، څو ډزه راکټونه، ۱۶۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، لاسي بمونه او یو عراده موټرسایکل هم ترلاسه شوي دي.
بلخوا د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د ځینو عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو یو میل وسله له نظامي البسې سره یو ځای کشف او ترلاسه کړي دي.