کابل کې اووه تنه د وسله والو غلاوو او شکونو په تړاو ونیول شول

تېره ورځ د کابل ولایت د نهمې امنیتي حوزې منسوبینو د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو غلاوو او شکونو په تړاو دوه ډلې نیولې دي.
د یادو کسانو له منځه پنځه تنه هر یو "مجیب الله، پیمان، یونس، شمشاد او محمد آصف" له یوې سپینې کرولا سره د ګمرک له مخې او همداراز دوه نور هر یو "زلمی او صفي الله" له یو عراده کرولا ډوله موټر سره د "سرک نو" له سیمې تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.