کابل او کونړ کې پنځه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول.

moi-af
شنبه ۱۳۹۸/۴/۱ - ۱۴:۳۳
d
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په کابل او کونړ ولایتونو کې د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول.
د یادو کسانو له ډلې یو تن د کابل ښار د ۱۵ ناحیې له اړوند سیمو او څلور تنه د کونړ ولایت د "وټه پور" ولسوالۍ له اړوند برخو نیول شوي دي.