کابل او ننګرهار کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو او داعش سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په کابل او ننګرهار ولایتونو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو او داعش ترهګریزې ډلې سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل په چهار آسیاب او د ننګرهار د نهمې حوزې د اړوند په ثمرخېلو سیمه کې نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه دوه کړۍ ماینونه هم د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.