کابل، خوست او میدان وردګو کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۹:۴۵
y

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، خوست او میدان وردګو ولایتونو په اړوند سیمو کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ د کابل په ارغندې چوک سیمه کې دوه تنه د دوه نیم کیلوګرامه ښيښه د قاچاق، په خوست ولایت کې یو کس له ۱۹ کیلوګرامه چرسو سره او همدارنګه په میدان وردګو کې هم دوه تنه د "هیرویینو، ښيښه او تریاکو" د پلور په تړاو نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.