کابل، بلخ او ننګرهار کې ۱۶ تنه د ترهګریزو کړنو په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۰ - ۱۰:۱۴
ذ

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په کابل، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې څو بېل عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۶ تنه د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو نیولي دي.
له دې منځه درې تنه د کابل ښار له پنځمې ناحیې، شپږ تنه د بلخ له چمتال او شپږ نور له چاربولک ولسوالیو او یو کس د ننګرهار ولایت له اړوند سیمو د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لخوا نیول شوي دي.