چینایي سوداګرو د پنجشير والي سره لیدنه کې پانګونې ته لیوالتیا وښوده

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۹:۳۰
زظزظز

 

د چين هیواد یو شمېر سوداګرو د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکیم  سره په لیدنه کې د پنجشیر له سینده کابل ښار ته د اوبو لېږدولو  ملي پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا وښوده.

یادو  چينایي سوداګرو په افغانستان کې سرتاسري امنیت د پانګونې لپاره مناسب فرصت وباله.

په دغه لیدنه کې د پنجشير والي دوی ته وویل چې په پنجشير کې زرګونه کانونه پېژندل شوي او د څه باندې ۵۰۰ کانونو رایستنه په عملي بڼه روانه ده.