پېښو ته د رسیدګۍ او اطفایې له ښوونیزې دورې ۵۶ افسران او ساتنمنان فارغ شول.

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۱ - ۱۷:۴۳
01

د کورنیو چارو وزارت پېښو ته د رسیدګۍ او اطفایې عمومي ریاست د اطفایې پولیسو د ظرفیت لوړونې، مسلکي سازۍ او وړتیا لوړونې په موخه د اطفایې او پېښو ضد په روزنیز مرکز کې لنډ مهالي او اوږد مهالي ښوونیز کورسونه په لاره اچولي او شونې ده چې ډېر ژر به د اطفایې او پېښو ضد پولیس اکاډمي د نړیوالو مرستندویانو د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د یاد ریاست په انګړ کې جوړه شي.
نن پېښو د رسیدګۍ او اطفایې ریاست له روزنیز مرکزه د ۳۴ ولایتونو د اطفایې مدیریتونو ۵۶ تنه منسوبین او د هېواد د شپږو سرحدي بندرونو مدیران د درېیو ماشتو مسلکي زده کړو په ترلاسه کولو سره د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
هغه غونډه چې نن د کورنیو چارو وزارت پېښو ته د رسیدګۍ او اطفایې په عمومي ریاست کې جوړه شوې وه، د کورنیو چارو وزارت د پالیسي او ستراتېژي مرستیالې حسنا جلیل د ملي مسلکي او باظرفیته پولیسو روزل د یاد وزارت لومړیتوب یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د کورنیو چاور وزات مشرتابه به د پولیسو په مسلکي روزنه او ښوونه کې تر بل هر وخته لا زیاتې هڅې ترسره کړي.
 په پای کې د دې کورس فارغینو ته د کورنیو چارو وازت د پالیسي او ستراتېژي مرستیالې تصدیقونه ورکړل او فارغ شویو افسرانو او ساتنمنانو لوړه وکړه، چې خلکو د ځان، مال او عامه شتمنیو د ستاتنې په برخه کې به هېڅ راز هڅې ونه سپموي او په دې برخه کې بېړني خوځښتونه ترسره کوي.
د یادولو وړ ده چې د کورنیو چارو وزارت اد طفایې او پېښو ته د رسیدګۍ ریاست د اورلګېدنو د له منځه وړ دنده پرغاړه لري، چې په دې وروستیو کې د اطفایې پولیس هم تر پخوا مسلکي شوي دي.