پکتیکا کې د ترهګرو طالبانو د نشه يي توکو یوه ډیپو کشف او له منځه یوړل شوه

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د پکتیکا ولایت د خوشامند ولسوالۍ په "شاهنوای" کلي کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د نشه يي توکو ۵۰۰۰ کیلو ګرامه ډیپو له یو شمېر وسایطو سره کشف او سوځولې ده.
یاد نشه يي توکي د چرسو له ډوله دي، چې د ترهګرو طالبانو لخوا په دوه عرادو لېږدوونکو وسایطو او څلورو عرادو موټرسایکلونو کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو.