پکتیکا کې دوه ماشومان د یوه ماین د چاودنې له امله ټپیان شوي.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲ - ۹:۲۰
p

ترهګرو طالبانو د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ اړوند په خنګل سیمه کې د ملکي مرګ ژوبلې په موخه د سړک غاړې یو ماین ځای پر ځای کړی و، چې د ماین چاودنې  له امله د یادې سیمې دوه ماشومان سخت ټپیان شوي دي.
ټپي ماشومان د ملي پولیسو له خوا د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
ترهګرو طالبانو په بیا ځلي ډول د ملکي مرګ ژوبلې په موخه له بېلابېلو لارو ګټنه کړې، چې په وار-وار د امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شوي دي.