پکتیا کې پنځو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲ - ۹:۴۹
d

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اړوند د سرې کلا په سیمه کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د نښتې په لړ کې د ترهګرو طالبانو دوه موټر سایکلونه، مخابرې، د راکټ او پیکا ګولۍ او یو شمېر نور مهمات د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.