پکتیا کې د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو د امنیت د ټینګښت په اړه غونډه جوړه شوه.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۰:۱۱
ل

تېره ورځ د پکتیا ولایت امنیه قومندان محمد عثمان جانباز د امنیه قومندانۍ له مسوولینو سره د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو د امنیت د ټینګښت په تړاو امنیتي غونډه جوړه کړه.
پدې غونډه کې د پکتیا ولایت امنیتي چارواکو ته د لا زیاتو امنیتي تدابیرو د نیولو سپارښتنې وشوې.
د پکتیا ولایت امنیه قومندان په ټاکنو کې د پولیسو له بېطرفۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې هېچا ته به د دې موقع ورنه کړي، چې په ټاکنو کې لاسوهنه او مداخله وکړي.
د غونډې په پای کې امنیه قومندان د ولسمشریزو ټاکنو د امنیت د ټینګښت په موخه خپل راتلوونکي پلانونه تشریح او د عملي کولو ډاډ یې ورکړ.