پکتیا کې؛ ۴۸ کیلو ګرامه د بنګو تخم او سلګونه نشه یي ټابلیټونه ونیول شول

د پکتیا امنیې قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څمکنیو ولسوالۍ کې د یو پلټونکي عملیات په پایله کې څلور تنه له ۴۸ کیلو ګرامه د بنګو له تخم او نږدې ۶۰۰ نشه یي ګولیو سره نیولي دي.
نیول شوي کسان به د پولیسو تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو وسپارل شي.