پکتیا، سرپل، کاپیسا، هرات او فاریاب کې له ۳۶ ماین چاودنو مخنیوی شوی

moi-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۸ - ۱۲:۵۰
i

د پکتیا، سرپل، کاپیسا، هرات او فاریاب ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د ۳۶ ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې ۲۸ کړۍ ماینونه، د سرپل ولایت په مرکز او صیاد ولسوالۍ کې درې کړۍ ماینونه، د کاپيسا ولایت په مرکز محمود راقي کې درې کړۍ ماینونه، د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې یو کړۍ ماین او د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې یو کړۍ ماین د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو؛ چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او له منځه یوړل شول.