پکتيکا ولايت کې د کورنیو چارو وزیر په منځګړتوب خپل منځي شخړه هواره شوه

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۶ - ۱۹:۲۵
e

څو ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني حفظه الله په منځګړتوب په پکتيکا ولايت کې د مجاهدینو د دوو ډلګيو ترمنځ شخړه پای ته ورسیده.
په ۱۳۹۶هـ ش کال د پکتيکا ولايت سرحوضې ولسوالۍ د مارزکو په کلي کې د مجاهدينو د دوو ډلګيو ترمنځ سوء تفاهم رامنځ شوي ؤ چې په پايله کې يې پنځه تنه مجاهدین په شهادت رسيدلي وو. په پيښه کې عبدالرحمن، ضياء الحق، عزيزالرحمن د میدان وردګ ولایت اوسيدونکي، نورولي د خوست او حمیدالله د پکتيکا اوسيدونکي په شهادت په رسيدلي.
محترم خلیفه صیب د شهیدانو وارثانو ته له خپل لورې پنځه پنځه لکه افغانۍ ورکړې او د قربانیانو وارثانو ته په خطاب کې هغه وويل: زه له تاسې څخه مننه کوم چې په ما مو اعتماد وکړو او د عفوې واک مو ماته راکړو.
د صلحې پریکړه لیک د مولوي فیض الله جمال، مولوي زین الله عابر، مولوي عارف الله او د ګڼ شمیر قومي مشرانو په حضور کې د قومي کې لاسلیک شو.
تيره ورځ د همدې صلحې په مناسبت په میدان وردګ ولایت مقام کې غونډه جوړه شوه چې د میدان وردګ ولایت مرستیال والي شیخ شيراحمد حقاني او د دې ولایت امنیه قومندان شيخ مولوي محمد شریف حليمي پکې ګډون کړی وو او د شهیدانو وارثانو ته یې د تعزیت دعایې ترڅنګ په عفوه او درګذر ټينګار وکړ.