پولیسو ۷۴ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲ - ۱۰:۳۰
d

تېره ورځ د پکتیا ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۵۹ کیلو ګرامه چرس کشف او ضبط کړل.
یاد نشه يي توکي د سیدکرم ولسوالۍ د نګرام سیمې له یوه کوره د ملي پولیسو له خوا کشف او ضبط شول.
همداراز د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په هرات او جوزجان ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلو په تور نیولي دي.
له یادو کسانو څخه ۱۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي او یو عراده موټر د پولیسو لاسته ورغلي دي.