پولیسو ۲۶۰ کیلو ګرامه نشه یي توکي کشف او ضبط کړل.
ننګرهار او هرات ولایتونو کې څلور تنه د ۲۶۰ کیلو ګرامه نشه یي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د مهمند درې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو کس د ۲۳۰ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
د دې ترڅنګ؛ جلال آباد ښار کې هم د نشه یی توکو دوه پلورونکي له ۱۰ کیلو ګرامو نشه یي توکو سره نیول شوي دي.
همداراز د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو یو کس له ۱۶ کیلو ګرامه چرسو سره د ادرسکن ولسوالۍ له اړوند سیمو نیولی دی.