پولیسو ۲۵ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۵/۲۶ - ۱۳:۴۰
ث

په تېرو درېیو ورځو کې ملي پولیسو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۲۵ تنه د بېلابېلو قضیو لکه: د وسایطو غلا، لار نیونه او د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو له هرات، هلمند، کاپیسا، فاریاب او نیمروز ولایتونو څخه نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې درې تنه د وسایطو د غلا او دوه تنه د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو له هرات او کاپیسا؛ ۱۵ تنه د نقدو پیسو او وسایطو د غلا په تړاو له هلمند، څلور تنه د لار نیونې او شکونې په تړاو له نیمروز او یو بل یې له فاریاب څخه نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو غلا شوي توکي د پولیسو لاسته ورغلي دي.