پولیسو ۱۵ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي

تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په کابل، ننګرهار، هرات، کندهار، فاریاب، پکتیا او خوست ولایتونو کې د اتو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه اووه تنه د کندهار له هوايي ډګره، یو تن له کابل، یو تن له هرات، یو تن له ننګرهار، دوه تنه له فاریاب، دوه تنه له پکتیا او یو تن له خوست ولایت څخه نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو یو شمېر نشه يي توکي او یو میل کلاشینکوف هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.