پولیسو ۱۰ تنه وسله وال غله نیولي.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۵ - ۱۱:۳
ب

د کابل، هرات، خوست او هلمند ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه د وسله والو غلاو په تړاو نیولي دي.
نیول شویو کسانو د پیسو، زرو، موټرسایکلونو او د محصلینو د موبایلونو په غلا کې لاس درلود.
له یادو کسانو څو میله بېلابېلې وسلې هم د پولیسو لاسته ورغلې دي.